امريکا د ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد صنعت باندې بنديزونه لګوي

د ايران بې‌پيلوټه الوتکه

سپینه ماڼۍ وایي، امریکا د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید صنعتونو د هدف ګرځولو غوراوي ارزوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې ادریین واتسن پرون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا له دې لارې غواړي د بندیزونو له لارې د دغو الوتکو د تولید او صادراتو مخه ونیسي.

نوموړې زیاته کړه، هغه شخصي شرکتونه له بندیزونو سره مخامخېدای شي چې دې برخه کې کار کوي.

امریکا له دې وړاندې هم پر هغو کسانو بندیزونه لګولي چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې یې له ایرانه روسیې ته وړي دي.

روسیه دغه الوتکې د اوکراین په جګړه کې کاروي.