د کریمیا په ټاپوزمه کې د روسیې په پوځي هوایي ډګر بیلبیک کې نن د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.
د روسیې یوه پوځي چارواکي وویل چې روسي ځواکونو دوه ډرون الوتکې نسکورې کړې دي.
ازادي راډیو دا راپور نه شي تاییدولای.
بیلبیک هوایي ډګر د روسیې د ۳۸ جنګي الوتکو کور دی.
په کریمیا ټاپوزمه کې د روسیې ګمارلی مشر سرګي اکسینوف وایي چې په سیمه کې اصلي ګواښ د بې پيلوټه الوتکو دی.
کریما ټاپوزمه د اوکراین خاوره ده چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.