د جاپان صدراعظم راتلونکې اوونۍ امريکا ته سفر کوي

د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن به راروانه اوونۍ د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا کوربه وي.

سپینې ماڼۍ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړه مشران به د خپلو حکومتونو، اقتصادونو او خلکو د اړیکو پر لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

اعلامیه زیاتوي، چې دواړه مشران به د اقلیمي بدلون په وړاندې پر مبارزه او د شمالي کوریا او چین پر امنیتي مسایلو، دغه راز پر اوکراین د روسیې د یرغل په باب هم بحث وکړي.

جاپان تېره میاشت په خپله دفاعي پالیسۍ کې اساسي بدلونونه تصویب کړل، چې د بودجې د پام وړ زیاتوالی هم په کې شامل دی، ځکه جاپان خبرداری ورکړی، چې چین یې امن ته تر ټولو لوی ستراتیژیک ګواښ پېښ کړی دی.