فران ايکويزا: په مؤسسو کې د ښځو پر کار بنديز به د افغانستان لپاره زيانمن وي

يو شمېر نجونې کابل کې د لاريون پر مهال

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مرستیال فران ایکویزا وایي، په مرستندویه ادارو کې د ښځو د کار ممانعت به د افغانستان لپاره په اوږدمهاله کې ویجاړونکی وي.

یوناما په فېسبوک کې لیکلي دي چې، ښاغلي ایکویزا دا خبرې پرون سې‌شنبې د طالبانو د بېړنیو چارو د وزارت له سرپرست محمد عباس اخند سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړې.

د طالبانو حکومت د ډسمبر په څلرویشتمه په غیردولتي بهرنیو او کورنیو موسسو کې ښځې له کاره منع کړې او ویې ویل چې اکثر ښځې چې په دې موسسو کې کار کوي اسلامي حجاب نه مراعاتوي.

ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو خواخوږو د طالبانو پر دې پرېکړې اعتراض کړی دی.

یو شمېر بهرنیو مؤسسو په افغانستان خپل فعالیت درولی دی او یوناما هم د ډسمبر په اته ویشتمه ویلي و چې د خپلو مرستو یو شمېر پروګرامونه یې ځنډولي دي.