روسيې يو ځل بيا پر اوکراين د بې‌پيلوټه الوتکو بريدونه کړي

د اوکراين او روسيې جګړه، انځور - ارشيف

د ۲۰۲۲ کال د وروستۍ ورځې په وروستیو ساعتونو د اوکراین پر ښارونو د روسیې له حملو یوه ورځ وروسته، روسي ځواکونو یو وار بیا پر خپل ګاونډي هېواد د بې‌پېلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې انتحاري بې‌پېلوټه الوتکو د اوکراین پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي خو اوکرایني ځواکونو ټولې بې‌پېلوټه الوتکې ویشتې او غورځولي دي.

اوکرایني چارواکو د دغو حملو د مرګ‌ژوبلو په اړه څه نه‌دي ویلي.