د بې پولې خبريالانو سازمان: تېرو دوو لسيزو کې د نړۍ په کچه ۱۷۰۰ خبريالان وژل شوي

يو شمېر وژل شوي خبريالان، انځور - ارشيف

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، په تېرو دوو لسیزو کې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۲ پورې څه باندې ۱۷۰۰ خبریالان په نړۍ کې وژل شوي دي.

ددې سازمان راپور ښېي، په دې موده کې په اوسط ډول هر کال تر اتیاو زیات خبریالان وژل شوي دي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې عراق او سوریه کې د ۵۷۸ خبریالانو په وژل کېدو سره د بې پولې خبریالانو د راپور پر بنسټ دا هېوادونه د خبریالانو لپاره تر ټول خطرناک بلل شوي دي.

له عراق او سوریې وروسته ډېر خبریالان په شپږو نورو هېوادونو له هغې ډلې په مکسیکو کې ۱۲۵، فلیپین کې ۱۰۷، په پاکستان کې ۹۳، افغانستان کې ۸۱ او په سومالیا کې ۷۸ خبریالان په تېرو دوو لسیزو کې وژل شوي.