زابل کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولايت موقعيت

په زابل کې د سپرلۍ د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي.

د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ازادي رادیو ته وویل، دغه پېښه نن سهار وختي د زابل مرکز قلات ته نژدې د سپینې غبرګي په سیمه کې رامنځته شوې.

د نوموړي په وینا د پېښې ټول ټپیان د مرکز قلات روغتون ته انتقال شوي.

د پېښې علت د موټر تېز سرعت بلل شوی.

د کابل - کندهار لاره چې ډېری برخه يې ويجاړه ده ترافيکي پېښې په‌کې ډېرې رامنځته کېږي.