کرزي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي دریځ هرکلی وکړ

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د افغان نجونو د زده کړو او کار په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورای د وروستي دریځ هرکلی وکړ.

دغې شورا پر هغه څه چې دوی پر افغانو ښځو او نجونو زیاتېدونکي محدودیتونه بللي نیوکه کړی وه او له واکمنو يې غوښتي وو چې دغه محدودیتونه دې سملاسي لرې کړي.

د امینت شورای د تېرې شپې د اعلامیې په یوه برخه کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته اندېښنه ښودل شوې او افغانستان کې د ښځو پر مساوي او رښتیني ګډون ټینګار شوی دی.

کرزي نن په یو لړ ټویټونو کې د طالبانو له حکومته وغوښته چې د هېواد د پرمختګ لپاره دې نجونو ته د زده کړې او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

د طالبانو حکومت تېره اونۍ په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې وځنډولې او له دې وروسته يې په نادولتي موسسو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د طالبانو دغو بندیزونه په کور دننه او بهر غبرګونه راپارولي دي.