تخار کې د یوې چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولایت موقعیت

د تخار په مرکز تالقان کې چاودنې لږ تر لږه ۴ تنه ټپیان کړي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

چاودنه په تالقانو کې د قطغن کلینیک مخکې ته د مقناطیسي ماین وه.

تر اوسه چا د دغې چاودنې مسولیت نه دی منلی.

وړمه ورځ د تخار په څنګلوري ولایت بدخشان کې یوې چاودنې چې مسولیت یې داعش ومانه، د دغه ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د امنیه قومندان وواژه.