عربستان په پاکستان کې خپلو اتباعو او ډیپلوماټانو ته امنیتي خبرداری ورکړی

د سعودي عربستان بیرغ

سعودي عربستان په پاکستان کې خپلو اتباعو او د سفارت کارکوونکو ته امنیتي خبرداری ورکړی دی.

په اسلام اباد کې د سعودي عربستان سفارت دوشنبه ماښام په دې اړه په خپل ټوېټر یو بیان خپور کړی.

په بیان کې د سفارت ټولو کارکوونکو او د سعودي عربستان اتباعو ته چې په پاکستان کې دي خبرداری ورکړل شوی چې د امنیتي وضعیت سختېدو ته پام دې له غیرضروري سفرونو بهر ته له تګ ډډه وکړي.

سفارت همدارنګه په اسلام اباد کې د سفارت او په کراچۍ کې د خپلې قونسلګرۍ عاجلې شمېرې هم شریکې کړي چې د ستونزو په وخت کې دې د عربستان اتباع خبر ورکړي.