په پاریس کې افغانانو د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو د پرانیستو غوښتنه وکړه

ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې لسګونه افغانانو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر مخ د لوړو زده کړو او کار دروازې پرانېزي.

دوی چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ له ځان سره لېږداوه، ویل چې د طالبانو وروستیو محدودیتونو د ولس او حکومت ترمنځ واټن زیات کړی دی.

د شا رسول اوریاخېل په نوم د دغه لاریون یوه تنظیمونکي ویلي: "په کابل کې مو له حاکمې ادارې څخه وغوښتل چې د نجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ، تعلیم رڼا ده، تعلیم د پرمختګ لاره ده. حاکمې ادارې باندې غږ کوو چې که تاسو رښتیا هم ولس ځان ته رانږدې کېدل غواړئ، د دوی غوښتنو ته لبیک ووایئ."

پرون د جرمني په پلازمېنه برلین کې هم یو شمېر افغانانو ورته غوښتنې وکړې.

طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ تر بل امره د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې او د شنبې په ورځ یې په نادولتي موسسو کې د ښځو کار منع اعلان کړ.