طالبان: د حج په تکل تللی 'راز محمد' د عراق له زندانه خوشې شوی

ارشیف

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه افغان یې د عراق له زندانه خلاص او وطن ته ستون کړی چې پر بایسکل حج ته د تګ پر مهال هلته زنداني شوی و.

رازمحمد د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او کیسه یې هغه مهال ټولنیزو رسنیو کې ډېره ښکته پورته شوه چې سږ کال له حج وړاندې یې پر بایسکل دغه سفر ته ملا وتړله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راز محمد یې چې عراق کې په اوږده حبس محکوم شوی و، اوس خپلې کورنۍ ته سپارلی.

خبرپاڼه کې له افغانانو غوښتنه شوې چې په ناقانونه او غیر مروجو لارو نورو هېوادونو ته د تګ هڅه ونه کړي.