زلنسکي خپلو خلکو ته د روسيې له‌خوا د نورو بريدونو خبرداری ورکړی

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي خپلو خلکو ته د روسیې له‌خوا د نورو حملو خبرداری ورکړی دی.

زلنسکي پرون ماښام ولس ته په خپله ورځنۍ ویډیویي وینا کې ویلي، روسي پوځیان به د ۲۰۲۲ کال په پاتې څو ورځو کې نور بریدونه هم وکړي.

نوموړي زیاته کړې: "دښمن هڅه کوي چې دغه ورځې نورې هم پرې تیاره او سختې کړي."

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، روسیې ۲۰۲۲ کال کې هر څه له لاسه ورکړي، خو په خبره یې مسکو غواړي دغه زیانونه د تبلیغاتو له لارې بېرته جبران کړي.

روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو توغندیز او هوایي بریدونه ډېر کړي دي.