په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ سرپرست رامیز الکبروف د طالبانو د اقتصاد وزیر سره کتلي او له هغه یې غوښتي چې په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز پرېکړه لغوه کړي.
یوناما نن په خپله ټویټرپاڼه لیکي، میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د خنډونو لېرې کول حیاتي دي.
Acting UNAMA head @RamizAlakbarov met Taliban Economy Minister Mohammad Hanif today in Kabul, calling for reversal of decision to ban women from NGO & INGO humanitarian work. Millions of Afghans need humanitarian assistance and removing barriers is vital.
— UNAMA News (@UNAMAnews) December 26, 2022
طالبانو د شنبې په ورځ افغان نجونې او ښځې غیر دولتي موسسو سره له کار کولو منع کړې.
دې پرېکړې پراخ غبرګونونه را پورته کړي، هغه چې طالبان یې له امله خورا سخت غندل شوي دي.