د ايران سپاه پاسداران ځواک پرون ۷ نور لاريون‌وال نيولي دي

ايران کې لاريون کوونکي

د ایران سپاه پاسداران انقلاب پرون یکشنبه اووه کسان د وروستیو حکومت ضد اعتراضونو په تړاو نیول.

په خبر کې ویل شوي، په نیول شویو کسانو کې دوه تابعیت لرونکي کسان هم شامل دي.

د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې: "د وروستیو اعتراضونو اووه رهبران چې له برېتانیا سره تړاو لري، د سپاه پاسداران انقلاب د استخباراتي څانګې له‌خوا نیول شوي، چې په هغوی کې دوه تابعیت لرونکي کسان هم شامل دي."

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، دغو دوه تابعیت لرونکو کسانو هڅه کوله چې له ایران څخه ووځي.

برېتانوي چارواکي وايي، هڅه کوي د دې پېښې په اړه نور معلومات هم ترلاسه کړي.

په ایران کې د سپټمبر له نیمايي وروسته له هغې اعتراضونه پیل شول، چې یوې ۲۲ کلنې مېرمنې مهسا امیني چې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.