هلمند کې د ماين چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولايت موقعيت

په هلمند کې د طالبانو چارواکي وايي، د ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي او یوه ښځه يې ټپي کړې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي، په دې پېښه کې چې پرون یکشنبه د موسی کلا ولسوالۍ په دوآب کلي کې شوې، یو ماشوم هلک او یوه ماشومه نجلۍ وژل شوي او یوه ښځه ژوبله شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس د راپور له‌مخې، چاودنه د هغه ماین وه، چې ماشومانو دباندې پیدا کړی او کور ته وړی و.

د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

داپه داسې حال ده چې له دي څو ورځې وړاندې هم په هلمند کې د ماین چاودنې ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه.