د اسلام اباد په يوه هوټل کې پر امريکايانو د احتمالي بريد خبرداری ورکړل شوی

د پاکستان او امريکا بيرغونه

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت پرون خپلو کارکوونکو ته د پاکستان د پلازمېنې په یوه مشهور هوټل کې پر امریکایانو د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړ.

تر دې خبرتیا مخکې په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت کارکونکي د تېرې اوونۍ په پیل کې د اسلام اباد په څنډه کې له یوه ځانمرګي برید وروسته په لوړ خبرداری کې وو.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، واشنګټن داسې معلومات ترلاسه کړي چې پر اساس یې نامعلومو کسانو د اسلام اباد په ماریوت هوټل کې پر امریکایانو د برید پلان درلود.

د دغه سفارت په وینا د دغه برید احتمال د نوي کال د رخصتیو پر مهال دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت له خپلو ټولو پرسونل څخه غوښتي چې ماریوټ هوټل ته له تګ او په اسلام اباد کې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.