ام‌اس‌اف: د ښځو له ونډې پرته مو افغانستان کې څلور لسيزې کار ممکن نه و

د بې پولو ډاکټرانو ټولنه

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، د ښځو له ونډې پرته ممکنه نه وه چې دوی څلور لسیزې په افغانستان کې کار وکړي.

دې ټولنې د طالبانو له‌خوا د ښځو د کار د بندیز په غبرګون دا خبره په یوه بیان کې کړې ده.

دغه مؤسسې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې، د بې پولې ډاکټرانو څه باندې څلوېښت کاله وړاندې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی او له هغه وخت راهیسې یې میلیونونو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د ښځو له ونډې پرته د دغو خدمتونو وړاندې کول ناشوني و.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په دوام لیکلي دي، په افغانستان کې چې تر ډېره پر بشري مرستو متکي دی او له فقر او بې‌کارۍ کړېږي، ښځې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ په یوه مکتوب کې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

دغه اقدام د هېوادونو او سازمانونو له تند غبرګون سره مخ شو او په پایله کې د ماشومانو د ساتنې موسسې (سیف د چلډرن)، د ناروې د مهاجرت شورا او پاملرنې مؤسسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.