ترکیه: د اوکراین جګړه په اسانۍ پای ته نه رسېږي

اوکرایني سرتېري د جګړې لومړۍ کرښه کې

ترکیې پرون شنبې دا ومنله چې په اوکراین کې د روسیې جګړه به سره له دې چې انقره د کییف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو د تنظیمولو لپاره هڅې کوي، په اسانۍ پای ته ونه رسېږي.

ترکیه چې د تور سمندرګي له دغو دواړو هېوادونو سره دوستانه اړیکې پالي، د یوه اوربند د رامنځته کېدو لپاره یې د یوه ناپیلي هېواد په توګه دریځ غوره کړی دی.

د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار په انقره کې د روان کال په وروستي خبري کنفرانس کې وویل، داسې ښکاري چې دغه جګړه به اسانه ختمه نه شي.

اکار زیاته کړه، دا به تېروتنه نه وي چې ووایي، زموږ د ټولو له خیر ښېګڼې او د یوه اوربند لپاره غوښتنې سره سره، داسې ښکاري چې دغه جګړه به په ۲۰۲۳ کال هم دوام وکړي.

روسیې د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین په بې دلیله یرغل سره دغه جګړه پیل کړې چې په نتیجه کې یې دې هېواد ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.