د امریکا د استازو جرګې د ۱.۷ تریلیون ډالرو بودیجې لایحه تصویب کړه

د امریکا کانګرس

د امریکا د استازو جرګې پرون جمعه د یو اعشاریه ۷ تریلیون ډالرو بودیجې لایحه تصویب کړه او په دې توګه یې د دغه هېواد د دولتي ادارو د بندېدو د احتمال مخه ونیوله.

دا لایحه د جمعې په مازدیګر د امریکا د ولسمشر جو بایډن د لاسلیک لپاره سپینې ماڼۍ ته واستول شوه او هغه لاسلیک کړه.

د امریکا د حکومت اوسنۍ بودیجه د جمعې په مازدیګر پای ته ورسیده او د حکومت چارې د بندېدو له خطر سره مخامخ وې.

له همدې کبله د کانګریس استازو جرګې په بېړني ډول پر بودجې بحث پیل کړ څو د دولتي ادارو د بندېدو مخه ونیسي.

د امریکا سنا جرګې د پنجشنبې په ورځ دا لایحه تصویب کړې وه.

د قانون له مخې، د امریکا بودیجه د راتلونکي کال تر سپټمبر پورې برابرېږي.

په دې بودیجه کې، چې د ۲۰۲۳ مالي کال لپاره ده، څه باندې ۷۷۲ میلیارد ډالره د غیردفاعي چارو لپاره او څه باندې ۸۵۸ میلیارده دفاعي چار ته ځانګړې شوې ده.

همداراز په دې بودیجه کې نږدې ۴۵ میلیارد ډالره له اوکراین او د ناټو له متحدانو سره د بېړنیو مرستو په خاطر او ۴۰ میلیارده د طبیعي پېښو لپاره په پام کې نیول شوي دي.