ترکمنستان افغانستان ته د برښنا د لېږد لړۍ غځوي

ارشیف

ترکمنستان غواړي افغانستان ته د برښنا د لېږد لړۍ وغځوي.

د ترکمنستان د خپلواکې ورځپاڼې د راپور له مخې د ترکمنستان د ولسمشر سردار بیردي محمدوف د لاسلیک شوي فرمان له مخې د ترکمنستان د برښنا دولتي شرکت، ترکمن اینیرګو ته اجازه ورکړل شوې چې د افغانستان برښنا شرکت سره شوي قراردادونه وغځوي.

دغه راز دې شرکت ته دا اجازه هم ورکړل شوې چې افغانستان ته د لېږدېدونکې برښنا اندازه او بیه وټاکي.

په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې په اوس وخت کې ترکمنستان څومره برښنا افغانستان ته ورکوي، خو ویل شوي چې دا هېواد پر افغانستان سربېره، ایران، ازبکستان او قرغزستان ته هم برښنا صادروي.

افغانستان په دې وروستیو کې له ازبکستان د وارداتي برښنا د کمېدو له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی او د کابل په ګډون نږدې شلو ولایتونو کې ډېری خلک له برښنا بې برخې شوې دي.