د پکتیکا ځینې اوسېدونکي: پرون درې ځله زلزله شوې

نن شنبه د ګیانې یو قومي مشر حاجي عمرجان مشال راډیو ته وویل، له دې کبله چې اوسمهال ډېری خلک په خیمو کې اوسېږي، ښايي دا زلزلې ځاني تلفات ونه لري.

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمه کې پرون د جمعې په ورځ درې ځلې زلزله وشوه، خو خلکو ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی.

نن شنبه د ګیان یو قومي مشر حاجي عمرجان مشال راډیو ته وویل، له دې کبله چې اوسمهال ډېری خلک په خیمو کې اوسېږي، ښايي دا زلزلې ځاني تلفات ونه لري.

ده وویل، د یادې سیمې ډېری کورونه او ودانۍ د جون د ۲۲ مې په زلزله کې ړنګ شوي او یا دومره زیان ورته رسېدلی دی، چې اوسمهال د استوګنې نه دي.

حاجي عمرجان زیاته کړه: "پرون ورځ درې ځلې زلزله وشوه، په اول ځل زلزله د سهار په 4;20 وشوه، دویمه زلزله د ورځې 11;45 وشوه او درېیمه زلزله پرون شپه ۷بجې ۵۰ دقیقې وشوه، نو دا اخري زلزله ډېره شدیده وه او د سهار وختي زلزله ډېره شدیده وه، ټکانونه يې ډېر شدید وو او یو بد غوندې غږ يې لاره."

په پکتیکا کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دې اړه لا تراوسه څه نه دي ویلي.

د روان میلادي کال د جون په ۲۲مه د پکتیکا ګیان او برمل او د څنګ لوري خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې سختې زلزلې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

په یاده زلزله کې شاوخوا زر کسان وژل شوي وو او زرګونه کورونه او ودانۍ په بشپړ او یا په نسبي ډول زیانمن شوي وو.