زیلینسکي: ښایي روسیه د کرسمس او نوي کال د رخصتیو پرمهال بریدونه وکړي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي خبرداری ورکړ چې ښايي روسیه د کرسمس او نوي کال د رخصتیو پرمهال بریدونه وکړي.

ده له اوکراینیانو وغوښتل چې په راتلونکو ورځو کې ډېر احتیاط وکړي.

زیلینسکي په خپله وینا کې چې تېر ماښام د ویډیو له لارې خپره شوه دا خبره هم وکړه چې د رخصتیو په وخت ښایي د ده په وینا روسیي ترهګر بیا فعاله شي.

د اوکراین په ختیځ کې پرون هم سخته جګړې روانې وې، د روسیي ځواکونو بریدونه د باخموت او اودیفکا پر ښارونو متمرکزه و.

بل لور ته په واشنګتن کې د استازیو جرګې له اوکراین سره د پنځه څلویښت میلیارده ډالرو نورو مرستو لایحه تصویب کړه او د توشېح لپاره یې ولسمشر جو بایډن ته راجع کړه.

تر دې پریکړې وروسته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په ټویټر کې له کانګرس څخه مننه وکړه او ویې لیکل چې دا ډېره مهمه ده چې د اوکراینیانو په دې مبارزه کې امریکایان له دوی سره دي.