د مهاجرت نړیوال سازمان د افغان نجونو پر لوړو زده کړو بندیز غندلی

په کابل کې د پوهنتون مخه چې طالبانو ښځینه محصلان ورته له ورتګه منع کړي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان یا ای او ایم د نجونو د پوهنتونونو د بندولو په برخه کې د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا په دې هېواد کې د ښځو پر زده کړو او کار سیستماتیک محدودیت او د ښځو د حقونو سرغړونه ده.

په هغه بیان کې چې پرون د ای او ایم له خوا خپور شو، د طالبانو له چارواکو څخه غوښتنه شوې چې په دې اړه خپله پرېکړه بدله کړي څو دا خبره یقیني شي چې ټولې افغان نجونې او ښځې زده کړې کولای شي.

دې نړیوالې موسسې همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې په تېرو څو میاشتو کې افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه بې برخې شوي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان د افغانستان په ګډون د نړۍ په هر هېواد کې د ښځو او نجونو ونډه مهمه او حیاتي بللې ده.

د طالبانو د حکومت پر اجرااتو انتقادونه وروسته له هغه زیات شول چې دوی د سه شنبې په ماښام تر بلې خبرتیا پورې د نجونو پرمخ د دولتي او خصوصي پوهتونونو بندېدل اعلان کړل.