اوچا: افغانستان د ښځو د بشري حقونو له بحران سره مخامخ دی

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د سې شنبې په ورځ د لوړو زده کړو ټولو موسسو ته په یوه استولي مکتوب کې ویلي چې د کابینې د پرېکړې په اساس د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا وایي، افغانستان د ښځو د بشري حقونو له بحران سره مخامخ دی.

اوچا په یوه ټویټ کې ویلي چې د زده کړې له حق څخه د ښځو او نجونو بې برخې کول نه یوازې دا چې بشري ناورین لا پسې زیاتوي، بلکې د تلپاتې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ د لاسته راوړلو هڅې هم له خنډ سره مخ کوي.

اوچا له دې مخکې پرون په یوه بل ټویټ کې ویلي و په دې هېواد کې د دوامداره پرمختګ لپاره ښځې او نجونې باید د تعلیم په ګډون له خپلو ټولو حقونو څخه برخمنې شي.

اوچا دغه څرګندونې د طالبانو له لوري له لوړو زده کړو څخه د نجونو او ښځو د منع کېدو په اړه د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د سې شنبې په ورځ د لوړو زده کړو ټولو موسسو ته په یوه استولي مکتوب کې ویلي چې د کابینې د پرېکړې په اساس د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل دی.

تر دې مخکې طالبانو ترشپږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو منع کړې وې.