معتادین: د ژمې سړې هوا زموږ د ژوند ستونزې دوه برابره ډېرې کړي

ارشیف: په نشه يي توکو اخته کسان

بې کوره او بې سرپناه معتادین اندېښمن دي چې ژمی او سړا هوا به د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړي.

د کابل د چمن حضوري په يوه څنډه کې څو معتادین راټول شوي، پر سر يې د ترپال يوه ټوټه غوړولې او د پلاسټيکونو او لرګیو په سوځولو سره خپل ځانونه تودوي.

دا معتادین وايي چې، د ژمي سړې هوا د دوی ستونزې دوه برابره ډېرې کړي دي، ځکه چې د اوسېدو ځای نه لري او شپه او ورځ په ازاده هوا کې تېروي.

د محمدعليم په نوم يو معتاد چې څو ساړه ژمي يې په دغه ډول تېر کړي وايي چې، د تېرو کلونو د سړې هوا ناوړه اثرات يې اوس هم په وجود کې پاته دي.

هغه وویل: " سړه هوا دومره اغېز کوي چې داسې وخت هم راغلی چې موږ نشه په ناسته کوو، نه شو ولاړېدای، کله چې درېدلي يو د سړې هوا له امله مو پر ملا درد شوی دی پر پښو نه شو درېدلای، ملا مې مخکې یخ وهلې ده تر اوسه پورې درد کوي. "

که څه هم په کابل ښار کې د بې سرپناه معتادینو دقيق شمېر نه دی معلوم، خو د معتادینو د درملنې مرکزونو د څېړنو له مخې، په کابل ښار کې نژدې ۷۰ زره بې سرپناه معتادین اوسېږي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی خاکسار وايي چې په کابل ښار کې معتادین ډېر شوي او په سړه هوا کې شپې او ورځې تېروي.

هغه وايي: " ډېر بد تاثير کوي، ځکه چې سړه هوا سړی وچوي او وژني يې. بازار ته راغلم که ګورم چې دوه نفره د يخنۍ له امله مړه دي. ما ويل انسانان دي وبال لري، په دستګيرو کې مو واچول او په امبولانس کې مو بار کړل. ما له ځان سره چورت وواهه چې يا ربه دا څه حال دی؟"

د طالبانو حکومت تېر کال په ژمي کې زرګونه معتادین راټول او د نشې پرېښودلو لپاره په زندانونو کې وساتل.

که څه هم دا معتادین له سړې هوا څخه وژغورل شول، خو د درملنې د معیاري امکاناتو نه درلودلو له امله، له زندان څخه تر ازادېدو وروسته بيرته په نشو اخته شوي دي.

اوس په کابل ښار کې د معتادینو د درملنې زربستريز مرکز مشر عبدالناصر منقاد وايي چې د معتادینو د ساتني لپاره د يوه لوی مرکز د جوړېدو چارې بشپړه شوي او په راتلونکو څو ورځو کې به زرګونه معتادین له کابل ښار څخه راټول او دې مرکز ته يووړل شي.

هغه وویل: " موږ په دې لنډو ورځو کې د پنځه زره معتادینو لپاره تابیا نیولې او هڅه مو دا ده چې کوم معتادین دباندې په سړه هوا کې ژوند کوي راټول او دلته د هر څه زمينه ورته برابره کړو. موږ هڅه کوو په يوه اوونۍ کې ټول هغه معتادین راټول کړو چې په سړه هوا کې ژوند کوي او د مړيني له خطر سره مخ دي. "

د ژمي او سړې هوا په اړه د معتادینو اندېښنې او معتادینو د ساتلو لپاره د نوي مرکز د جوړېدو خبره داسې مهال کېږي چې، په افغانستان کې د معتادینو د درملنې تر نيمايي ډېر مرکزونه د مالي ستونزو له امله تړل شوي دي.

که څه هم اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د معتادینو د درملنې په برخه کې تازه ۱۸ ميليونه يورو او دوه ميليونه ډالر مرسته وکړه، خو تر اوسه هم د معتادینو د درملنې ۴۸ مرکزونه هماغسې تړلي پاته دي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

د معتادینو د ستونزو راپور