اوچا د افغانستان په ټولنه کې د ښځو فعاله ګډون اړین وباله

ارشیف: په کابل کې معترضې مېرمنې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو له فعالې ونډې اخیستو پرته به په افغانستان کې تلپاتې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو چانس ډېر کم وي.

اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي په دې هېواد کې د دوامداره پرمختګ لپاره ښځې او نجونې باید د تعلیم په ګډون له خپلو ټولو حقونو څخه برخمنې شي.

اوچا دغه څرګندونې د طالبانو له لوري له لوړو زده کړو څخه د نجونو او ښځو د منع کېدو په اړه د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د سې شنبې په ورځ د لوړو زده کړو ټولو موسسو ته په یوه استولي مکتوب کې ویلي چې د کابینې د پرېکړې په اساس د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل دی.

تر دې مخکې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو منع کړې وې.