ترکیه: سویډن په ناټو کې د شاملېدو نیمايي سپارښتنې نه دي پوره کړي

د ناټو بیرغ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي، ترکیه د سویډن د هغو اقداماتو ستاینه کوي چې په ناټو تړون کې د شاملېدو لپاره یې کړي، خو د دې لپاره چې دا هېواد د دې تړون د غړي په توګه ومنل شي، تراوسه یې نیمې هغې سپارښتنې نه دي پوره کړې چې انقرې د بشپړ ملاتړ لپاره ورته وړاندې کړې دي.

چاوش اوغلو پرون په څرګندونو کې وویل چې د سویډن د محکمې هغې فیصلې چې اجازه نه ورکوي چې په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن یو کس انقرې ته وسپاري، په ناټو تړون کې د سویډن د غړیتوب په اړه پر مذاکراتو سیوری غوړولی دی.

د دې لپاره چې سویډن او ګاونډی یې فنلنډ د ناټو غړي شي، د دې تړون د ټولو دېرشو غړیو تصویب ته اړتیا لري.

دغو هېوادونو چې له څو لسیزو راهیسې یې ناپیلی دریځ درلود، وروسته له هغې له دې تړون سره په رسمي توګه د یوځای کېدو پرېکړه وکړه چې روسیې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین بې دلیله یرغل وکړ.