ارزګان کې طالبانو ۲۳ کسان په دُرو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولايت موقعيت

د ارزګان د طالبانو د والي وياند وايي، دغه ولايت کې نن ۲۰ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل شول.

احسان حماس ازادي راډيو ته ويلي، دغه کسان چې د غلا او اخلاقي فساد په جرمونو تورن وو د ترينکوټ ښار په ورزشي لوبغالي کې د زرګونه خلکو په وړاندې په دُرو ووهل شول.

ارزګان کې پر يادو کسانو د جزا تطبيق په اړه له تېرو درې ورځو راهيسې طالبانو له ملي راډيو خبرتيا هم خپروله او له خلکو يې غوښتل څو د مرکز ترينکوټ ښار ورشي لوبغالي ته ورشي.

بل‌خوا بیا د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوي خبرپاڼه راغلي چې د یادو کسانو شمیر ۲۳ تنه دي.

طالبانو خپلو دې مراسیمو ته خبریالانو ته د تصویر او یډو اخستلو اجازه نه‌ده ورکړې او دغه راز خلګ يي هم د تصویر او ویډويي اخستلو څخه منع کړي.

له سیمي یوه عیني شاهد ازادي راډيوته وویل چې طالبانو نن دغلته ۲۳ کسان چې درې ماشومان هم په‌کې وو ۳۵ او ۲۵ دُري ووهل او دغه راز یادو کسانوته د اته میاشتي څخه نیولي بیا تر پنځه کلنۍ پورې د بند سزا هم واوروله.