افغان یوټيوبر اجمل حقيقي د طالبانو له زندان ازاد شوی دی

اجمل حقيقي

افغان یوټیوبر اجمل حقیقي له خپلو څو همکارانو سره د طالبانو له زندانه ازاد شوی دی.

ښاغلي حقیقي پرون چهارشنبې په یوټیوب شبکه کې یوه ویډیو ایښې او وایي له زندانه ډېرې خاطرې لري.

نوموړي ويلي: "نه‌غواړم چې د هیڅ ترخې خاطرې یادونه وکړم. غواړم له خوږو خاطرو ووایم. موږ زندانیانو چې په یوه خونه کې وو، تل به مو له خپلو تجربو او ژوند څخه یو بل ته کیسې کولې. څه مو کولای شوای، زندان و، هر څومره چې د ترخو خاطرو ووایاست هومره زندان نور هم تریخ کېږي."

اجمل حقیقي چې اسلام ته په سپکاوي تورن شوی و، شاو خوا شپږ میاشتې د طالبانو په استخباراتو ریاست او د کابل په پلچرخي زندان کې تېرې کړې دي.

هغه ويلي چې له ده سره یې نور همکاران، غلام سخي، امید ارمان او عبیدالله مجیدي هم د طالبانو له زندانه ازاد شوي دي.