توماس نېکلاسن: له زده کړو د نجونو محرومول بشر ضد جنايت دی

توماس نېکلاسن

د نجونو او ښځو پر لوړو زده کړو د طالبانو د بندیز لګولو په وړاندې د نړېوالو غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي غبرګون ښودلی.

توماس نېکلاسن ويلي، د روم د اساس‌نامې له مخې په قصدي او شدید ډول د یوې ډلې یا ټولنې د هویت پر اساس له اساسي حقونو څخه محرومول، له نړيوال قانون سره په ټکر کې او هغه د بشریت ضد جنایت دی.

نېکلاسن دغه څرګندونې پرون په یوه ټویټ کې کړي او ویلې دي چې د افغانانو ـ ښځو او نارینه‌و له حقونو څخه انکار، د افغانستان د پرمختګ او ثبات په وړاندې خنډ رامنځته کوي اوهغه له نړیوالو قانوني مسولیتونو څخه یوه سرغړونه ده.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د سه شنبې په ورځ په یوه مکتوب کې چې د لوړو زده کړو ټولو مؤسسو ته یې استولی، ويلي چې د کابینې د پرېکړې پر اساس ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل دی.

تر دې مخکې طالبانو ترشپږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو منع کړې وې.