د طب پوهنځي د وروستي کال یوه محصله: ټولې هیلې مې له منځه لاړې

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي ښځینه او نارینه محصلانو د طالبانو د وروستۍ پرېکړې پر خلاف لاریون وکړ.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د افغان ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

دغې پرېکړې ته ګن شمېر ښځینه محصلانو غبرګونونه ښودلي.

یوې افغان محصلې زموږ همکار محمد خاطر پردېس سره په دغه مرکه کې د دغې پرېکړې په اړه خپل احساسات شریک کړي او د دې پوښتنې په اړه هم وايي چې خپل راتلونکي په اړه څه فکر کوي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د طب یوې محصلې سره مرکه