مسوولان: له کندهاره د شاوخوا ۲۰۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

ارشیف: کندهار کې د یوې فابریکې کارکوونکي د وچې مېوې د پروسس او بسته بندۍ پرمهال. 16.10.2022

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د دغه ولایت څخه د روان کال له پیله تر اوسه د شاوخوا ۲۰۹ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه، طبیي بوټي، د ډبرو سکاره، پنبه او یو شمېر نور محصولات بهر ته صادر شوي دي.

بلخوا د کرنې ریاست مسوولان وايي، سږکال وروستیو سېلابونو د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د مېوو او نورو کرنیزو توکو حاصلات ۹۵ فیصده او په یو شمېر نورو ولسوالیو کې بیا ۵ فیصده زیانمن کړي دي.

په ورته وخت کې سوداګر هم وايي، تېرو کلونو ته په کتو يي صادرات زیات شوي، خو لا یې هم د صادراتو پر وړاندې ستونزې موجودې دي.

نور تفصیل زموږ د همکار په راپور کې د لاندې په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور