تمه ده د اوکراين ولسمشر نن واشنګټن ته ورسېږي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

تمه ده چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي به پر دې هېواد د روسیې تر یرغل وروسته بهر ته د لومړي سفر په ترڅ کې نن واشنګټن ته ورسېږي.

دا سفر داسې مهال پلان شوی دی چې متحدایالات له اوکراین سره د مرستې په هدف د یوې بلې لویې مالي بستې په اړه غور کوي.

امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې په پام کې ده ښاغلی زلنسکي به په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وګوري او پر اوکراین د روسیې د یرغل د ۳۰۰مې ورځې له پوره کېدو سره په یوه وخت کې به د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا وکړي.

زلنسکي به د کانګرس له مشرانو او د ډیموکرات او جمهوریپال ګوندونو له غړو سره چې د ملي امنیت د کمېټې مشري کوي هم وګوري.