برېتانيا: روسيه د پوځي وسايلو په بدل کې له ايران بې‌پيلوټه الوتکې ترلاسه کوي

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي او د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين

د برېتانیا دفاع وزیر بین والاس وویل، روسیه غواړي چې له ایرانه بې‌پيلوټه الوتکې ترلاسه کړي او په بدل کې یې دغه هېواد ته پرمختللي پوځي وسایل ورکړي.

بین والاس پرون په لندن کې پارلمان ته وویل چې، ایران د روسیې په یوه مهم پوځي ملاتړي بدل شوی دی او د درې سوه ډرون الوتکو په بدل کې له روسیې پرمختللې پوځي وسایل ترلاسه کوي چې په دې ډول د منځني ختیځ او ټولې نړۍ امنیت ته ګواښ پیدا کوي.

اخوا امریکا او متحدانو یې د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران له متحد هېواد روسیې سره د لوېدیځ د هغو ادعاو پر سر شخړه وکړه چې وايي تهران مسکو ته پر اوکراین د حملې لپاره بې پیلوټه الوتکې ورکوي.