امنيت شورا غونډه کې د ايران له‌خوا روسيې ته د بې‌پيلوټه الوتکو ورکولو په اړه بحث شوی

د امنيت شورا غونډه

امریکا او متحدانو یې پرون د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران له متحد هېواد روسیې سره د لوېدیځ د هغو ادعاو پر سر شخړه وکړه چې وايي تهران مسکو ته پر اوکراین د حملې لپاره بې پیلوټه الوتکې ورکوي.

په دې غونډه کې متحدوایالتونو د ملګروملتونو پر سرمنشي هم تور ولګاوه چې د روسیې ګواښونو ته تسلیم شوی او په دې اړه په څېړنو کې پاتې راغلی دی.

په پرونۍ غونډه کې، د ایران له اټومي موافقې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وتلو وروسته د دواړو خواو په ځنډېدلو خبرو کې د ولسمشر جوبایډن د ادارې د نه ګډون په مسئله کې هم امریکا او ایران پر یو بل تورونه ولګول.