طالبانو د پاکستان د ديني عالمانو له پلاوي سره د وروستيو نښتو په اړه خبرې کړي

د سپين بولدک - چمن دروازه

په کندهار کې د طالبانو سیمه‌يیز چارواکي وايي چې، د بلوچستان ایالت د چمن سیمې له یو شمېر دیني عالمانو او سوداګرو سره یې د سپین بولدک چمن دروازه کې د وروستیو نښتو د مخنیوي په اړه خبرې کړي.

په یو بیان کې چې نن د کندهار د والي دفتر خپور کړ، له چمن څخه د راغلي پلاوي د غړو په حواله ویل شوي چې، دوی غواړي په راتلونکي کې د دې ډول حملو مخنیوی وشي.

بیان زیاتوي چې د طالبانو پلاوي په غونډه کې ویلي، دوی د خپلې خاورې د دفاع لپاره اقدام کړی دی.

د سپین بولدک چمن په دروازه کې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ تېره اونۍ دوه ځلې نښتې وشوې چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شول.

طالبانو پاکستاني ځواکونه او پاکستاني لوري طالبان د دې حملو په پیل تورن کړي دي.