پاکستاني ملېشو 'بنو' کې د تروريزم ضد مبارزې مرکز له طالبانو بېرته نيولی

انځور - ارشيف

په بنو سیمه کې نن سهار د ترهګرۍ ضد مبارزې د هغه مرکز د بېرته نیولو عملیات پیل شول چې د یکشنبې په ورځ پاکستاني طالبانو په کې یو شمېر امنیتي ځواکونه یرغمل کړي وو.

د پاکستان دفاع وزارت تازه ویلي، امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو پرمهال ۳۳ واړه برمته نیوونکي وژلي او په عملیاتو کې د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري هم وژل شوي او تر پنځلسو پورې نور، ټپیان شوي دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمداصف ویلي دي چې ټول یرغمل شوي ژغورل شوي خو ده یې شمېر نه دی ښودلی.

د پاکستاني طالبانو یا TTP وسله والو دا مرکز د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه ونیوه چې یوه بندي د مرکز له ساتونکي پولیس څخه وسله واخیسته او ورپسې یې ټول پولیس برمته او نور بندیان آزاد کړل.

د دغو عملیاتو لپاره نن په بنو کې دولتي چارواکو ټولې شخصي او دولتي ادارې او ښونځي بند اعلان کړي وو.

دغې پوځي تاڼې ته غځېدلې لارې هم د ترافیکو پرمخ تړلې وې.

به بنو کې د پاکستاني پولیسو یرغمل نیول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس هم د اندیښنې وړ بللی او ویلې یې دي، له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ملګری دی.

تحریک طالبان پاکستان سږ کال له خپل حکومت سره څو میاشتنی اوربند کړی و، خو شاوخوا درې اونۍ وړاندې يې اوربند مات کړ او تور یې پورې کړ چې پوځ خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.