په ایران کې معترضانو یوه نوې تګلاره پیل کړې

د ایراني اعتراض کوونکو یو انځور

په ایران کې معترضانو یوه نوې تګلاره پیل کړې، داسې چې د مهسا امیني د وژل کېدو په قضیه کې د حکومت پرضد د غوسې د څرګندولو لپاره د خپلو کورونو د کړکیو له شا او د بامونو پر سر اعتراض کوي.

په داسې حال کې چې د ایران د حکومت پرضد د اعتراضونو څلورمه میاشت پیل شوې، پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو راپورونو له مخې خلکو پرون دوشنبې د تهران په یو شمېر سیمو کې واټونو او کوڅو ته د راوتلو پر ځای د کړکیو له شا د حکومت پرضد شعارونه ورکول.

په عین حال کې د مشهد او کرمانشاه ښار په واټونو کې د خلکو تازه اعتراضونه پرون هم روان وو.

د سپټمر په ۱۶مه وروسته له دې چې ۲۲ کلنه پېغله مهسا امیني د ګشت ارشاد د پولیسو له خوا د پوره حجاب د نه مراعاتونو په پلمه ونیول شوه او وروسته هغې په توقیف کې سا ورکړه، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت پرضد پراخ اعتراضونه پیل شوي دي.