ملګري ملتونه: په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۱۰۳ میلیون ته رسېږي

ترکیه کې یو شمېر کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ نن وویل، په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې له خپلو مېنو بې ځایه شوي ۱۰۳ میلیون تنو تنو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ پر اساس، افغانستان په نړۍ کې یو له اوو هېوادونو څخه دی چې ډېر کډوال لري.

د دې کمېشنرۍ په وینا، په روان ۲۰۲۲ م کال په نړۍ کې څه باندې دیارلس نیم میلیون تنه بې ځایه شوي چې دا تر تېر کال په سلو کې ۱۵ ډېر دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني ادعا کوي چې د دوی له واک ته رسېدو وروسته خپل هېواد ته د کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی.

د ده په وینا په تېرو ۱۶ میاشتو کې نږدې یو میلیون کورني بې ځایه شوي افغانان د مرستندویو موسسو په مرسته خپلو اصلي مېنو ته ګرځېدلي دي.

ده دا هم وویل چې لا هم ۷ میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې کډوال دي.