ټاکل شوې پوتين بيلاروس ته سفر وکړي

ولادمير پوتين

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دریو کلونو کې بیلاروس ته په خپل لومړي سفر کې له خپل متحد الکساندر لوکاشینکو سره وګوري.

پوتین، چې په ۲۰۲۰ کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له پیل راهیسې له روسیې څخه ډېر کم وتلی، د دوشنبې په ورځ د بیلاروس پلازمېنې مینسک ته ځي.

د لوکاشینکو دفتر ویلي چې هغه او پوتین به د خپلو وزیرانو په حضور کې خبرې وکړي.

ځینې شنونکي او پوځي چارواکي وايي پوتین ښايي هڅه وکړي چې لوکاشینکو قانع کړي څو پر اوکراین د ګډ برید لپاره د روسي ځواکونو ترڅنګ د بیلاروس پوځیان ځای پر ځای کړي.