ميدان وردګ کې يوې ترافيکي پېښه کې ۱۴ کسان ژوبل شوي دي

ميدان ودرګ کې د ترافيکي پېښې انځور

د عامې روغتيا ځايي مسؤلينو ويلي دي، پېښه د دغه ولايت مرکز اړوند تورو تيږو سيمه کې نن سهار ۴ بجې له سړک څخه د ۵۸۰ ډوله موټر د اوښتو پر مهال رامنځته شوې چې د ۲ ښځو په ګډون ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګ د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ځيرګ زرک ازادي راډيو ته وويل، د پېښې ټپيان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

نوموړی وايي، یاد موټر له هلمند څخه کابل ته روان و چې په لاره کې د بي احتياطۍ له امله چپه شوی دی.

راپورنه ښېي چې د میدان وردګ ولایت اړوند د کابل - کندهار پر لویه لار په تېره یوه اوونۍ کې د ټرافیکو پېښو له امله ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.