عراق کې ۸ پوليس او د اسلامي دولت ډلې يو غړی وژل شوي

انځور - ارشيف

د عراق په شمال کې پرون یکشنبه د تاوتریخوالي په پېښه کې ۸ عراقي پولیس او د اسلامي دولت ډلې یو غړی ووژل شول.

سرچینو د جرمني خبري اژانس ته ویلي په کرکوک ولایت کې چې په تېلو غني دی، لومړی د پولیسو موټر پر یوه منفجره وسیله وربرابر شو، چې وروسته د پولیسو او د اسلامي دولت ډلې د وسله‌والو ترمنځ وسله‌واله نښته وشوه.

امنیتي ځواکونو ویلي، چې په نورو وسله‌والو پسې پلټنه روانه ده.

عراقي چارواکو د چاودنې خبر تایید کړی او یې یو تروریستي او بزدلانه عمل بللی دی.

د عراق د پوځ یوه قوماندان، تورن جنرال یحیی رسول ویلي، په چاودنه کې د یوه افسر په ګډون د فډرال پولیسو بې‌شمېره غړي وژل شوي دي.