د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز کندهار کې د يو سيمه‌ييز خبريال د ځان‌وژنې پر پېښه خپګان ښودلی

په کندهار کې یو خبریال نصیر میرزايي ځانوژنه کړې

د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز (AFJC) په کندهار کې د یوه پخواني محلي خبریال د ځانوژنې د پېښې په اړه خپګان وښود.

دغې ادارې په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، پخواني خبریال نصیر میرزايي چې له «زما» او «نړۍ» راډیوګانو سره د ویاند په توګه کار کړی و، پرون یکشنبه ځان‌وژنه کړې ده.

که څه هم د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز وايي د دې پېښې علت معلوم نه‌دی، خو ځینو سرچینو ویلي، چې دغه پخواني خبریال په وروستیو کې له اقتصادي ستونزو شکایتونه کول.