پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې ټاکل شوې د پاکستاني دیني عالمانو یو هیئت روانه اوونۍ افغانستان ته سفر وکړي.
راپورونه وايي، دغه څلور-کسیز هیئت به په کابل او کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره وګوري.
ویل شوي، چې په دې کتنو کې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستیو شخړو، د پاکستان پر شارژدافیر د حملې او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشي.
په دې باب د پاکستان چارواکو او د طالبانو حکومت څه نهدي ویلي.
بلخوا د پاکستان لپاره د طالبانو شارژدافیر سردار محمد شکیب ویلي پر ډیورنډ کرښه د نورو ستونزو د مخنیوي لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده.
د هغه په وینا تر دې وروسته به هر ډول شخړه او نورې ستونزې د همدې کمېټې له لارې څېړل کېږي.