ایران 'حسن کاظمي قمي' د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه

حسن کاظمي قمي

ایران وايي چې د افغانستان لپاره یې خپل ځانګړی استازی د سفیر په توګه ټاکلی دی.

حسن کاظمي قمي وروسته له دې په کابل کې د ایران د نوي سفیر په توګه وګومارل شو چې مخکینی سفیر بهادر امینیان یې هغه ته د یوه منسوب صوتي فایل له افشا کېدو وروسته وروباله.

پرون په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي و چې د بهادر امینیان د کار دوره پای ته رسېدلې او دا مسئله له هغه صوتي فایل سره تړاو نه لري چې په وروستیو ورځو کې افشا شو.

دغه سفارت همداراز لیکلي و چې ښاغلی قمي به په کابل کې د ایران د سفارت سرپرستي په غاړه لري، خو نن ایراني رسنیو په کابل کې د ایران د سفارت د شارژدافېر عباس بدري فر په قول ویلي چې کاظمي قمي په افغانستان کې د ایران د نوي سفیر په توګه ګومارل شوی دی.

له بلې خوا د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د طالبانو حکومت په کابل کې د ایران د نوي سفیر په توګه د کاظمي قمي د کار د پیلولو هرکلی وکړ.