د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه

تېره شپه په سالنګ تونل کې د اورلګېدو له امله دغه لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

تېره شپه په سالنګ تونل کې د اورلګېدو له امله دغه لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارواکو تایید کړې چې تېره شپه د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې په پېښه کې لږترلږه یو تن مړ شوی او ۲۵ تنه نور ټپیان دي.

د دې ادارې رییس حافظ محمد یعقوب نن ازادي راډیو ته وویل چې مسافرینو ته دغه مرګ ژوبله په تونل کې د تېلو په یوه ټانکر کې د لګېدلي اور لمبو اړولې.

هغه ویلي چې د ژغورنې ځواکونو او ګرځنده روغتیایي ټیمونو له جنوبي او شمالي سالنګونو ټپیان روغتون ته لېږدولي، خو ښایي د قربانیانو شمېر زیات شي.

د ازادي خبریال وایي، په سیمه کې اوس هم د ژغورنې هڅې روانې دي.