د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي

ارشیف

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، سبا دوشنبه د ډسمبر ۱۹مه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو خلاف کمپاین پیلېږي.

په افغانستان کې د یونېسف مطبوعاتي مسوول کمال شاه پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "په دغه کمپاین کې به ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي. دغه کمپاین په جنوب ختیځو ولایتونو، جنوب ختیځه حوزه او شرق حوزه کې چې د دغې ناروغۍ له سخت ګواښ سره مخامخ دي، عملي شي."

د کمال شاه په وینا، د پولیو خلاف فرعي کمپاین به بله اوونۍ یعنې راروانه دوشنبه په شرقي حوزه کې پیل شي.

روان میلادي کال چې دا یې وروستۍ میاشت ده، په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه په کونړ او بله په پکتیکا کې ثبت شوې ده.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.