چارواکي: اوکرایني سرتېرو په ختیځ کې د روسي ځواکونو د نفوذ مخه نیولې

اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې

د اوکراین چارواکي وايي، پرون شنبه د دوی سرتېرو د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو د دفاعي کرښو د نفوذ مخه نیولې ده.

خو د روسیې دفاع وزارت وايي، روسي سرتېرو په دونیڅک سیمه کې اوکرایني ځواکونه په شا تمبولي او مهم مورچلونه یې نیولي دي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف دغه راز ویلي، چې روسي ځواکونو د راکټي حملو له څپې سره- سره خپل اهداف ترلاسه کړي دي.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پیل شو چې تر اوسه روان دی.

په وروستیو اوونیو کې روسي ځواکونو د اوکراین پر اساسي پروژو خپلې حملې زیاتې کړي، چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې او ګڼو مالي زیانونو سبب شوي دي.