کرویشیا د فوټبال په نړیوال جام کې درېيم مقام خپل کړ

د کرویشیا او مراکش د لوبې یو انځور

کرویشیا د فوټبال په نړیوال جام کې درېيم مقام خپل کړ.

تېره شپه په قطر کې د فوټبال نړیوال جام د درېیم مقام ګټلو لپاره د کرویشیا او مراکش ترمنځ سيالي ترسره شوه چې ۲ـ۱ کرویشیا وګټله.

ټاکل شوې ده نن یکشنبه به د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوټبال نړیوال جام پایلوبه د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ ترسره شي.